د اسرائیلو حکومت او پوځ ترمنځ درز؛ پوځ: د غزې اشغال نه غواړو
د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د غزې له اشغال سره په کلکه مخالفت کوي او د تبادلې د تړون وړاندیز یې کړی.
یادې شبکې ویلي، د پوځ رهبري په ځانګړي ډول لوی درستیز د ځانګړې سیاسي رهبري غوښتنه کړې.
د اسرائیلو پوځ داسې مهال د غزې پشپړ اشغال مخالفت کړی، چې د غزې جګړه کې پوځیانو په وار وار له جګړې شاتګ کړی او هغه یې د نتنیاهو د ګټو جګړه بللې.
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې د اسرائیلو امنیتي کابینې غونډه د غزې تړانګه کې د جګړې د راتلونکې په اړه د بحث لپاره راغوښتل شوې چې د نتنیاهو او پوځي مشرانو ترمنځ د سختو اختلافاتو له کبله بې پایلې پای ته رسېدلې.
راپورونه کاږي چې د اسرائیلو لسګونو پوځي افسرانو تر جګړې زندان غوره بللی او له همدې کبله پوځ د سرتېرو له جدي کمښت سره هم مخ دی.
د غزې جګړه کې زرګونه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او تر نیمایي زیات یې په رواني ناروغیو اخته شوي.
د اسرائیلو ۱۲ شبکې وروسته له هغې دغه خبر ورکړی، چې د اسرئیلو واکمن ائتلاف هم د غزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې اترې پیل کړې.