پر کونړ سیند د بند جوړیدو هوکړه نږدې شوې ده

پر کونړ سیند د بند جوړیدو هوکړه نږدې شوې ده بیارغونه او پراختیا
د کونړ څپانده سیند

د اوبو او برښنا وزیر ملا  عبدالطیف منصور یوې خصوصي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، پر کونړ سیند بند جوړیدو ته کلک هوډ لري او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.

 

ښاغلي منصور د زیاتو جزیاتو ورکولو  پرته ویلي، له یو بهرني شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي او نږدې راتلونکې کې به ور سره قرارداد لاسلیک کړي.

 

د اوبو او برښنا وزیر د مالوماتو له مخې پر کونړ سیند د جوړیدونکي بند تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او له هوکړې وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

 

نوموړي د تیرو حکومتونو له لوري د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه، جګړه او نورې ناخوالې هغه لاملونه یاد کړي چې د افغانستان اوبیزو سرچېنو څخه د سمې استفادې پر وړاندې خنډ شوي.

 

د یادونې ده، چې تېرو څه باندې درېیو کلنو کې د هېواد د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا ته جدي پاملرنه شوي، چې د همدې موخې لپاره د یو شمېر لوبو بندونو د جوړېدو ترڅنګ په سلګونه کوچني ذخیروي بندونه هم جوړ شوي او یا هم تر کار لاندې دي.

تړلي موضوعات