ټرمپ زر تنه چارواکي له دندو ګوښه کوي
واک ته د رسېدو سره سم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو کسانو په ګوښه کولو لاس پورې کړ چې مخکېني ولسمشر جوبایډن ټاکلي وو.
الجزیرې د ډېرو جزیاتو ورکولو پرته ویلي، تازه څلور لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې بایډن په واکمنۍ کې ټاکل شوي وو، ګوښه شوي.
د ټرمپ ارادو ته په کتو داسې ښکاري چې د بایډن ادارې له لوري ټاکل شوي ګڼ نور کسان به هم خپلې دندې له لاسه ورکړي، ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروت لیکلي، ډېر ژر به ۱۰۰۰ تنه نور هم په همدې برخلیک اخته شي.
په راپور کې د ټرمپ په حواله زیاته شوې، زما د ولسمشرۍ د پرسونل دفتر په فعاله توګه کار کوي او زر تنه هغه کسان چې د امریکا د خپلواکۍ فکر سره نه دي جوړ له دندو ګوښه کوي.
د راپورونو په اساس، ټرمپ پرون د امریکا ۴۷ ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ترسره کېدو سره د واک په لومړۍ ورځ ګڼ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړي دي.