کابل کې د ازبکستان نوي سفیر بهرنیو چارو وزیر ته د خپل باورلیک کاپي سپارلې

کابل کې د ازبکستان نوي سفیر بهرنیو چارو وزیر ته د خپل باورلیک کاپي سپارلې افغانستان
کابل کې د ازبکستان نوی سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل باور لیک د سپارلو پر مهال

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې د ازبکستان جمهوریت نوي ګمارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارلې.

 

د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوند چارو کې بشپړه همکاري کوي.

 

مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادو پلازمېنو کې د فعال سفارتونه د دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

 

د ازبکستان سفیر عثمانوف ژمنه کړې، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هلې ځلې به کوي.

تړلي موضوعات