تهران کابل سره په ګډو سرحدي همکاریو خبرې کړې دي

تهران کابل سره په ګډو سرحدي همکاریو خبرې کړې دي افغانستان
د ملي دفاع وزیر کابل کې د ایران سفیر سره کتنه کې

کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.

 

دې کتنه کې د دوستانه اړېکو پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوې دي.

 

دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات