اسلامي امارت خپلواک ناپېیلی او متوازن سیاست پر مخ وړي

اسلامي امارت خپلواک ناپېیلی او متوازن سیاست پر مخ وړي سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال غزني ولایت کې یوې ولسي غونډې په د وینا پر مهال

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال غزني ولایت کې ولسي غونډې ته ویلي، اسلامي امارت د ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د سیمې په ګډون له نړۍ سره ښې اړېکې غواړي.

 

مولوي عبدالکبیر همداراز ویلي، د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او افغان حکومت متوازن سیاست پر مخ وړي.

 

بلخوا دې غونډه کې د غزني قومي مخورو او علماوو د ښوونځیو، مدرسو، د څښاک پاکو اوبو او نورو برخو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې چې سیاسي مرستیال يې د حل ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات