روسیې سفیر: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل اړیکو پیاوړتیا کې تاریخي ګام دی

روسیې سفیر: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل اړیکو پیاوړتیا کې تاریخي ګام دی سیاست

د روسيې فدراسيون سفير دیمیتري ژیرنوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره تازه کتنه کې ویلي، چې د روسیې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام دی.

دې کتنه کې د روسیې سفیر د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې د روسيې فدراسيون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

بلخوا افغان وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله وبلله.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلګه رامنځته کوي.

د یادونې وړ ده، چې روسیه لومړنی هېواد شو، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

تړلي موضوعات