ضمیرکابلوف: ا.ا به د افغانستان په اړه مسکو فارمټ کې د اصلي غړي په توګه ګډون وکړي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په اړه مسکو فارمټ ناسته به د روان کال سپټمبر یا اکټوبر کې ترسره شي.
کابلوف دې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون په اړه ویلي، چې د مسکو فارمټ ناسته کې به د اصلي غړي په توګه ګډون وکړي.
د افغانستان په اړه تېر ۲۰۲۴م کال هم دغه ناسته وشوه، چې د روسیي، هند، ایران، قزاقستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان لوړپوړو چارواکو او ځانګړو استازو په کې ګډون درلود.
یاده ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولو امیرخان متقي د ځانګړې مېلمه په توګه برخه لرله، خو د کابلوف په خبره دا ځل به افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د اصلي غړي په توګه ګډون وکړي.