تخار کې نږدې ۶ زره کیلوګرامه تریاک نیول شوي

تخار کې نږدې ۶ زره کیلوګرامه  تریاک نیول شوي افغانستان

د تخار امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو د یوه بریالي عملیاتو له لارې ۵ زره او ۷۴۵ کیلوګرامه تریاک کشف او نیولي دي.

د یادې قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نظام الدین عمیر په دې اړه وايي، چې دا تریاک دوه عرادې د تېلو ټانکرونو کې ځای پرځای شوي وو، چې امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه کشف او ضبط کړل.

ښاغلی عمیر زیاتوي، چې د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي، چې د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو چارواکو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې تخار کې تېرو څو میاشتو کې زرګونه کیلوګرامه تریاک نیول شوي، چې د مسؤلینو په خبره له نورو مخدره توکو سره یوځای سوځول شوي دي.

تړلي موضوعات