د مشاعرو د تنظيم قانون په اړه ولايتي رئيسانو ته سیمینار پای ته ورسېد
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د مشاعرو د تنظيم د توشيح شوي قانون په اړه ولايتي رياستونو رئيسانو ته درې ورځنی ښوونيز سیمينار نن پای ته ورسېده.
یاد وزارت ویلي، چې په وروستۍ ورځ دې سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا په ګډون د وزارت مرستیالانو او نورو چارواکو ګډون درلود.
ښاغلي وزیر ویلي، دا سیمينار د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د مشاعرو د تنظيم قانون د تشريح په اړه جوړ شوی و، چې موخه يې د ياد قانون او مشاعرو په اړه ابهامات او تشويشونه له منځه وړل وو.
د یادونې وړ ده، دا سیمینار درې ورځې په کابل کې دایر شوی و، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولایتي رئیسانو په کې ګډون کړی وو.