اقتصادي مرستیال ازبکستان ولسمشر سره په رېل لارو خبرې کړې

اقتصادي مرستیال ازبکستان ولسمشر سره په رېل لارو خبرې کړې سوداګرۍ او اقتصاد
اقتصادي مرستیال د ازبکستان ولسمشر سره کتلي

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند اذربایجان په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو» ۱۷مه سرمشریزې څنډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت مرضیایوف سره کتنه کې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو خبرې کړې.

اقتصادي معاونیت ویلي، ملا برادر ښاغلي مرضایف ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې بلنه ورکړې.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د سیمې یو شمېر هېوادونو د دغې پروژې پلي کولو لېوالتیا ښودلې، چې اقتصادي مرسیتال به د ایکو سازمان څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره پرې خبرې وکړي.

اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کېدو سره به افغانستان سیمه کې د غځېدلې اوسپنې پټلۍ له شبکو سره ونښلول شي او له د همدې له په وسیله یه د روسیې، منځنۍ اسیا، اروپا او سویلې اسیا بازارونو ته لار ومومي.

د یادونې ده، دغه پروژه ۱۴۶۸کیلومتره اوږدوالی لري چې لومړی فاز يې له مزار شریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره کېږي او دویم فاز يې له هرات څخه تر کندهار (سپين بولدک) پورې ۸۱۱کیلومتره کېږي چې د افغانستان له نهو ولایتونو او ۳۷ ولسوالیو څخه تېرېږي.

تړلي موضوعات