هرات صنعتي ښارګوټي پڼځم فاز پرانېستل شو
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د هرات سیمه ییزو مسئولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هرات صنعتي ښارګوټي پنځم فاز پرانېست.
د هرات والي مولانا اسلام جار یادو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د افغانستان اقتصاد پیاوړتیا هڅې کوي، څو د هېواد اقتصاد وده وکړي او ځوانان په خپل هېواد کې په کار مصروفه شي.
بلخوا اداري مرستیال له صنعتکارانو غوښتي، چې په لوړ کیفیت محصولات تولید کړي.
یادو مراسمو کې د هرات صنعتي ښارګوټي څلورم فاز د ملکیت سندونه هم ووېشل شول.