بده ورځ دوست نه لري؛ امریکا په کیف کې خپل سفارت وتړلو

بده ورځ دوست نه لري؛ امریکا په کیف کې خپل سفارت وتړلو نړۍ
کیف کې د امریکاسفارت

امریکا اوکرایین کې د خپل سفارت تړل کېدو سره سم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې پراخ هوايي بریدونه پر لار دي.

 

کیف کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روسیې احتمالي هوایي بریدونو د ګواښونو له کبله یې د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې.

 

خبرپاڼه کې ویل شوې، امریکا کره اطلاعات ترلاسه کړي، چې روسیه نن چهارشنبه د نومبر په ۲۰مه د اوکرایین پر وړاندې پراخ او معناداره بریدونه کوي.

 

امریکا اوکرایین کې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د خطر زنګ اورېدو سره سم دي پناه ځایونو ته لاړ شي او د اوبو، برېښنا او انټرنېټ پرېکېدو لپاره دې پوره چمتووالی ونیسي.

تړلي موضوعات