ژر به د چابهار بندر په اړه د افغانستان او هند تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې وشي
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سنګ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، له افغانستان سره اړیکې ورته مهمې دي.
جي پي سنګ ویلي، نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سېمې هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د وېزو په ورکړه کې به اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ګڼو برخو کې د پرمختګ هیله څرګنده کړې.
امیرخان متقي د سوداګریزو اړېکو د لا پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته د هند وېزو ورکولو کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې څو سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې زیاتې شي.