هېواد کې د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې پیل شوې دي

هېواد کې د ۲۱  سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې پیل شوې دي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت نن یکشنبه رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې لیکلي، د دې ۲۱ سترو کانونو د موندلو او سپړنې چارې په کابل، هرات، غور، پروان او تخار کې پيل شوې دي.

 

سرچینې لیکلي، دغه ۲۱ ستر کانونه د اوسپنې، سرو زرو، یاقوتو، سرب، جست، باریت، ډبرو سکرو، کرومایټ او د سیمنټو د معدني موادو درلودوونکي دي.

 

د یادونې وړ ده چې اقتصادي معاونیت څه موده وړاندې په هېواد کې د ۱۶ نورو سترو پروژو د پیل خبر هم ورکړی وو.

تړلي موضوعات