د اقلیمي بدلون ګډونوال دې افغانستان ته ځانګړی پام وکړي

د اقلیمي بدلون ګډونوال دې افغانستان ته ځانګړی پام وکړي افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپله اېکس پاڼه باکو کې د اقلیمي بدلون په ګډونوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت دې له پامه نه غورځوي.

 

اوچا ویلي، دغه هېواد له څو کلونو راهیسې وچکالۍ تر ټولو سخت زیانمن کړی.


د اوچا سازمان همداراز د افغانستان کرنیز سیسټم سره مرسته اړېنه بللې چې په وینا یې ۶۰ سلنه وګړي یې په کرنه بوخت دي.

 

یاد بنسټ د یو شمېر لاملونو په نښه کولو سره ویلي،  وروستیو اقلیمي بدلونونو ته په کتو دې له افغانستان سره سملاسي اقدمات ترسره شي.

 

دغه بنسټ ویلي، د تودوخې په زیاتېدو ښاري سېمو کې د اوبو سطحه ټېټه شوې او په شمالي او جنوبي ولایتونو کې ۷۰ سلنه ځمکه او کښتونه اغېزمن شوي دي.

 

یاد بنسټ را روان ژمي کې د مرستو پر لړۍ هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي د دې هېواد بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پیسو راټولولو کمپاین له مخې به هغه هېوادونو سره مرستې ترسره شي چې د اقلیمي بدلون له اړخه یې زیان لیدلی وي.

تړلي موضوعات