د ډاکټر تتسو ناکامورا نیمګړې پروژې دې بشپړې شي

د ډاکټر تتسو ناکامورا نیمګړې پروژې دې بشپړې شي افغانستان
انځور ارشیف

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره کتنه کې د جاپان حکومت د کرنې او مالدارۍ برخه  کې د همکاریو او ناکامورا د پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي.

 

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي، کلک هوډ لري چې د جاپان مرستې په اغېزناک ډول وکاروي څو بزګران او مالداران ترې ګټه پورته کړي.

 

ښاغلي عمري د نشه یي توکو د بدیل کښت لپاره د بزګرانو د ملاتړ او د هغو پر ځان بسیا کېدو سره د مرستې ترڅنګ د ډاکټر تتسو ناکامورا د پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.

 

دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان او اسلامي امارت ښه نوم باید نورو هېوادونو ته ورسول شي.

تړلي موضوعات