اسرائیلو پر غزه څه باندې ۳۸ زره ټنه چاودېدونکو توکو کارولو سره ۳۷ ملیارده ډالره زیان اړولی

اسرائیلو پر غزه څه باندې ۳۸ زره ټنه چاودېدونکو توکو کارولو سره ۳۷ ملیارده ډالره زیان اړولی نړۍ
غزه کې داشغالګر اسرائیلو په بمباریو کې او ښتي زیانونه

له تېرو ۴۱۲ ورځو راپدېخوا اسرائیلو د وحشي جرمونو په دوام غزه کې د ۳۸ زره او ۶۰۰ ټنه چاودېدونکو توکو کارونې سره ۳۷ ملیارده ډالره زیان اړولی او څه باندې ۵۵ زره فلسطیني وګړي پکې شهیدان او له خاورو لاندې شوي دي.

 

تسنیم اژانس په غزه کې د فلسطیني دولت دفتر د معلوماتو پر اساس ویلي، په ۵۵ زره او ۳۸  شهیدانو له ډلې څخه ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

 

سرچینې د غزې تړانګې دولتي دفتر د معلوماتو په اساس زیاته کړې، چې صهیونېست ځواکونو په تېرو ۴۱۲ ورځو کې ۳۸۳۸ عام وژنې کړې چې شاوخوا ۱۰ زره تنه په بمباریو کې له خاورو لاندې ورک شوي دي.

 

د دغو معلوماتو پر اساس په غزه کې ۱۷ زره ۴۹۲ ماشومان شهیدان شوي چې له ډلې ۲۱۱ تنه نوي زېږدلي ماشومان وو او ۱۳۶۹ کورنۍ په غزه کې په مکمل ډول سره له منځ وړل شوې او د ثبت احوال نفوسو له لېست څخه لرې شوې دي.

 

په دغو معلوماتو کې راغلي، ۴۱ کسان د شدیدې لوږې له امله په شهادت رسېدلي او نږدې ۱۱زره ۹۷۹ مېرمنې شهیدانې شوې دي.

 

سرچینې د دغه معلوماتو پر اساس ویلي، ۱۰۵۴ تنه روغتیایي کارکوونکو او نږدې ۱۸۸ خبریالانو د اشغالګرو په دې وحشیانه بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی.

 

 د همدې انساني ناورین په پایله کې تر اوسه څه باندې ۳۵ زره ماشومان بې سرپرسته شوي او شاوخوا ۶۰ زره مېرمنې د ولادت خدماتو ته د نه رسېدو په موخه له ستونزو سره مخ دي.

 

سرچینه زیاتوي، صهیونیست ځواکونو د جګړې په اوږدو کې شاوخوا ۶ زره ۴۰۰ کسان له ځان سره یرغمل نیولي چې له ډلې یې شاوخوا ۶ سوه له عمره کم ماشومان دي.

 

په غزه کې د روانو جګړو پر دوام ۳۴۶ ښوونځي او مدرسې د اسرائیلو له لوري له منځه وړل شوې او نږدې ۱۲ زره ۷۰۰ د ښوونځیو زده کوونکي په جګړو کې شهیدان شوي دي.

 

د یادونې وړ ده، چې له تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راپدېخوا اسرائیلو اشغالګرو په غزه کې د هر ډول جنایتونو ترڅنګ د غزې شاوخوا ۶۰ سلنه زېربناوې له منځه وړې دي او لا هم دا لړۍ داوم لري.

تړلي موضوعات