برېښنايي موټرو لپاره د سامسنګ نوې بټرۍ... په نهو دقيقو کې چارجېږي او ۱۰۰۰ کيلو متره واټن وهي

برېښنايي موټرو لپاره د سامسنګ نوې بټرۍ... په نهو دقيقو کې چارجېږي او ۱۰۰۰ کيلو متره واټن وهي ټیکنالوژي
د برقي موټرو لپاره د سامسنګ نوې تولید کړې بټرۍ

د جنوبي کوريا په پلازمېنه سيول کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په «SNE Battery Day» نندارتون کې سامسنګ (Samsung SDI) شرکت د تکنالوژۍ برخه کې له خپل نوي پرمختګه خبر ورکړ او څرګنده يې کړه چې په راتلونکې کې به د برېښنايي موټرو لپاره داسې بټرۍ چمتو کړي چې په نهو دقيقو کې به چارج کېږي او تر ۱۰۰۰ کيلو متره واټن به وهي.


ياد شرکت د دې بټريو لومړۍ هغه د ازميښت لپاره د برېښنايي موټرو جوړوونکو ته ورکړې دي. شرکت ادعا کړې ده چې دا بټرۍ د برېښنايي موټرو د اوسنيو هغو په نسبت کوچنۍ، په وزن سپکې او ډېرې خوندي دي، خو توليد يې ډېر تاوان غواړي. Samsung SDI له همدې امله په پيل کې د برېښنايي موټرو ډېر پرمختللي ماډلونه پرې ازمايي.


د سامسنګ شرکت د درلودونکو په وينا دغه نوې بټرۍ پياوړې انرژي لري چې هر کيلو ګرام يې ۵۰۰ واټه درلودونکی دی، يعنې د برېښنايي موټرو د اوسنيو بټریو دوه برابره پياوړتيا لري او موټر کولی شي چې تر ۱۰۰۰ کيلو مترو واټن پرې ووهي، خو ستر خنډ يې تر اوسه په مخ کې دا دی چې توليد يې ډېر تاوان غواړي.


سامسنګ او ټويټا دواړو شرکتونو ۲۰۲۷ز کال د دغه ډول بټريو د توليد لپاره هدف ټاکلی و، چې لومړيو کې به يې په وياړلو برېښنايي موټرو کې ازمايي. ټويټا وړاندې څرګنده کړې وه چې دا ډول بټرۍ به له نورو موټر وړاندې په «Lexus» هغو کې ازمايي.


په داسې حال کې چې د برېښنايي موټرو د نويو بټريو جوړولو په ډګر کې شرکتونه يو له بل سره په سيالۍ بوخت دي؛ Samsung SDI دعوه کوي، چې نوې بټرۍ يې د چټک چارج –چې په نهو دقيقو کې چارجېږي-، لرې واټن او تر ۲۰ کلونو د بټريو د روغ پاتې کېدو په څېر ځانګړتياوې لري. خو له دې هر څه سره سره د بټريو جوړولو چينايي مسلکي شرکتونه په دې ډګر کې ډېر وړاندې دي او ځينو يې داسې بټرۍ هم بازار ته وړاندې کړې دي، چې په چټک ډول چارج کېږي.


#حریت_راډیو

ویب سایټ:https://hurriyat.net

تړلي موضوعات