کابل کې د مخابراتي شرکتونو د فلټر او بند شویو سایټونو څارنه وشوه

کابل کې د مخابراتي شرکتونو د فلټر او بند شویو سایټونو څارنه وشوه ټیکنالوژي
د اسلامي اصولو خلاف، غیر اخلاقي او د وخت ضایع کوونکي نشرات یې وړاندې کول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، چې د اترا ادارې له لوري په کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنیټي سایټونو څخه د غیري اخلاقي انټرنیټي سایټونو او غیري قانوني اپليکېشنونو د بندولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپله اېکس پاڼه ویلي، د دې فلټریشن د څېړنې او ارزونې په پایله کې ډاډ تر لاسه شو، چې په کابل ولایت کې د افغان بیسیم، اتصالات، سلام، ام ټي اېن او روشن مخابراتي شرکتونو ټول غیري اخلاقي سایټونه، پابجي او ټیک ټاک اپليکېشنونه فلټر او بند دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې ټول هغه سایټونو او اپلیکېشنونه وتړل، چې د اسلامي اصولو خلاف، غیر اخلاقي او د وخت ضایع کوونکي نشرات یې وړاندې کول.

تړلي موضوعات