د مخابراتي شبکو انټرنېټي کڅوړو نرخونه کمېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې د مخابراتي شبکو انټرنېټي کڅوړو او اړیکو نرخونه کمېږي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه کمووالی به نن د رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال اعلان شي.
وزارت داسې مهال مخابراتي شبکو د انټرنېټي کڅوړو او اړیکو د بیو کمولو خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې هېوادوالو د انټرنیټ ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه شکایت درلود.