حماس جهادي غورځنګ د ټرمپ نوی وړاندیز په کلکه رد کړ

حماس جهادي غورځنګ د ټرمپ نوی وړاندیز په کلکه رد کړ نړۍ
د حماس جهادي غورځنګ

رويټرز خبري اژانس ويلي، حماس جهادي غورځنګ مشرانو نورو هېوادونو ته د فلسطینیانو د انتقال په اړه د ډونالډ ټرمپ وړاندیز ته توند غبرګون ښودلی او د هغه نظریه یې د جوبایډن په څېر ناکامه طرحه بللې.

 

دا غبرګون وروسته له هغه ښودل شوی، چې د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ له مصر او اردن هېوادونو څخه وړمه ورځ غوښتي و چې د غزې د بیا رغونې په موخه کډوالو ته پناه ورکړي.

 

 ابو زهري چې د حماس ډلې مشرانو څخه دی یاد اژانس سره په خبرو کې ویلي، د غزې خلکو تر دې دمه د مرګ ترخې شېبې ګاللي خو تر اوسه په خپله خاوره پاتې دي او په هېڅ دلیل به د دغه تړانګې اوسېدونکي خپل کورونه پرینږدي.

 

رسنیو د نوموړي د خبرو په حواله ویلي، غزه کې د اوربند موافقې عملي کېدل غزې تړانګې ټولو مشکلاتو لپاره کافي ده.

 

حماس جهادي غورځنګ مشرانو د ټرمپ مفکوره د تاسف وړ بللې او زیاته کړې یې ده، د کورونو او ځمکو پرېښودو ته د غزې اوسېدونکو هڅونه د ټرمپ جنایت دی.

تړلي موضوعات