د ایران خصوصي سکټور افغانستان کې پانګونه کوي
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران خصوصي سکټور راغلو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي سره کتنه کې د افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ایران خصوصي سکټور استازو د افغانستان کانونو، کرنې اوصنعت سکټور کې پانګونې ته چمتووالي سربېره کانونو، کرنې او نورو برخو معیاري کولو کې د افغانانو روزنې ته هم تیاری ښودلی.
دغه راز دې کتنه کې ایران ته د افغانستان صادراتو زیاتوالي، د ایران د اړتیا وړ توکو لېست وړاندې کولو، له چابهار بندر د لا زیاتې ګټې اخیستنې، افغانستان ته د بې کیفیته صادراتو مخنیوي، سرحدي بازار ګټو، د ټرانسپورټي او ټرانزیټي لګښتونو کمولو او افغانستان کې د ایران پر پانګونې خبرې شوې دي.
بلخوا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د چابهار بندر په اړه په ګډو همکاریو ټینګار سره ویلي، د پروګرام مطابق د راکړې ورکړې په لور ګام اخلو په کار ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره خنډونه لرې شي.
یاده دې وي، چې د ایران د خصوصي سکټور استازي تېره ورځ د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر سره کابل ته په سفر راغلل.