د تېر نظام پورونه لا هم نه دي خلاص!

د تېر نظام پورونه لا هم نه دي خلاص! افغانستان
د افغانستان مالیې وزارت

اسلامي امارت د تېر پوروړي نظام ۲ اشاریه ۷ میلیارده پور پرې کړ 

مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړې سره سم یې د تېرې ادارې د پاتې یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو یې ۲.۷میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی. 

د مالیې وزارت د خبر له مخې، دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړېوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ اسیایي بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي. 

یاد وزارت ویلي، روان ۱۴۰۳مالي کال یې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملي بودیجې یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د حکومت د رهبري له لارښوونې سره به یادو بنسټونو ته ورکړل شي. 

دغه وزارت زیاته کړې، تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت له هیڅ بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی، بلکه هڅه کوي له تېر څخه ورپاتې پورونه هم له شوي قرار داد سره سم د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ بیرته ورکړي، تر څو افغانستان د هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتي نه شي. 

د یادولو ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت هم څلورو ګاونډیانو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا له درکه  ۶۲۷ میلیونه ډالر پور ور خلاص کړ.

تړلي موضوعات