نږدې وخت کې به د هېواد وګړو سرشمېرنه پیل شي

نږدې وخت کې به د هېواد وګړو سرشمېرنه پیل شي افغانستان
انځور ارشیف

د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، د یوې طرحې په اساس به نږدې وخت کې په هېواد کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه پیل کړي.

 د یادې ادراې ویاند محمدحلیم رافع ویلي، په همدې اړه د دوی له لوري چمتو شوې طرحه د وزیرانو شورا له لوري تائید شوې هم ده.

 ښاغلي رافع ویلي، د یادې ادارې احتمالي شمېرو په اساس ۱۴۰۴ لمریز کال کې به دافغانستان نفوس ۳۶.۴ میلیونه وګړي وي.

 نوموړي رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې زیاته کړې، له دې ډلې ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځينه دي.

 د دې شمېرو په اساس تر ډولو ډېر هېوال کابل کې ژوند کوي، چې شمېر یې ۶.۱ میلیونه تنو ته رسیږي.

تړلي موضوعات