میدان وردګو کې د سربو پروسس کارخونه پرانېستل شوه
د میدان وردګو ولایت مقام دفتر وايي، د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د افغان قرغز په نوم د انټیموني او سربو پروسس کارخونه پرانېستل شوه.
یاده کارخونه چې په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي په ورځني ډول به د ۶۰ ټنه خالصو موادو ترڅنګ ډبرې هم پروسس کړي.
سرچینه وايي، ۴۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د جوړېدو چارې یې ۷۰ سلنه بشپړې شوي.
د پرانېستې په مراسمو کې دولتي چارواکو ویلي، دغه کارخونه به د هېواد په اقتصاد او په ځانګړي ډول د میدان وردګو اوسیدونکو په ژوند مثبتې اغیزې ولري.
چارواکو ویلي، چې هېواد له بېلا بېلو زېرمو ډک دی او مسؤلین هڅه کوي په کور دننه کانونه پروسس شي.