دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳ زره ټنه صادرات شوي

دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳ زره ټنه صادرات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان صادرات او واردات

د ټولګټو وزارت وایي، تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلي له لارې تر ۱۶۴زره ټنه زیات انتقالات شوي.

د یاد وزارت په خبره له دې ډلې یې ۲۹۶۰ ټنه صادرات دي، چې وچې مېوې او د انارو اوبه په کې شاملې دي.

د معلوماتو له مخې دغه اندازه صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات خواف اوسپڼې پټليو له لارې شوي دي.

د یادونې ده، چې اوسپنې پټلۍ ته د اسلامي امارت پاملرنې زیاتېدو سره د هېواد د صادراتو او وارداتو کچه هم زیاته شوې.

تړلي موضوعات