حماس د غزې اربکيان ګواښلي؛ «وينه مو هدر ده»
وروسته له هغه چې غزه کې د ياسر ابو شباب په نامه د اربکيانو د ډلې مشر له يوه اسرائيلي خبري چېنل سره مرکه کې وويل چې د حماس جهادي غورځنګ پر ضد به جګړې ته دوام ورکړي او که د حماس او اسرائيلو ترمنځ جګړه ودرېږي هم، دوی به خپله جګړه روانه وساتي، حماس دغه ډله په سخت ډول ګواښلې ده.
ياسر ابوشباب دا خبرې د «مکان» په نوم د اسرائيلو له يوه خبري چېنل سره کړې دي. هغه ويلي چې پروژه يې «د غزې تړانګه کې د حماس له منځه وړل دي، چې په دې کار کې د محمود عباس په مشرۍ فلسطينی حکومت او اسرائيلي پوځ ورسره مله دي».
حماس او د فلسطين نورو جهادي غورځنګونو دا ځل په يوه توند غبرګون کې ويلي، چې «د ګوډاګي ابوشباب او د هغه د ډلې وينه هدر ده».
د فلسطين د جهادي غورځنګونو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: «په داسې حال کې چې ولس د مجرم دښمن له لوري د نسل وژنې له جګړې او لوږو تندو کړېږي، يوه سرکشه او غداره ډله له دې نه اوړي چې د اشغالګرو له لوري د يوې وسيلې په توګه وکارول شي او دا ډله په دې کار کې سيمه کې د اسرئيلي پوځ له شتونه ګټه پورته کوي، چې د همدې پوځ تر څار او ملاتړ لاندې کار هم کوي او وسله هم ترې ترلاسه کوي».
خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې: «د ابو شباب په نوم لاسپوڅی او د هغه ډله له ملي هويته وتلي او فلسطيني هويت ترې په بشپړ ډول اخيستل شوی دی، زموږ د ټولو جهادي غورځنګونو له لوري د دوی وينه هدر اعلان ده او ډله يې زموږ د اصيل او ازاد ولس له لوري رد ده. موږ به نه په دوی زړه وسېزو او نه د دوی غوندې د اشغالګرو په بل هر ملګري، دوی سره به داسې چلند وشي، څنګه چې له بل هر غدار او ګوډاګي سره کېږي».
ياسر ابوشباب چې په ۱۹۹۰م کال کې زېږېدلی دی، د «ولسي ځواک» يا اربکيانو په نوم يوه کوچنۍ وسله واله ډله لري چې ډېری غړي يې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطيني حکومت د امنيتي ادارو تقاعد شوي کسان دي.
دا ډله په رام الله کې مرکز لري او د فلسطيني حکومت او اسرائيلي پوځ له لوري تمويلېږي. خپله ياسر ابوشباب په ځلونو اقرار کړی چې د اسرائيلي پوځ ملاتړ ورسره دی او غزه کې د حماس خلاف جنګېږي.
دغه ډله غزې ته د داخلو شويو مرستو په چور او غلا هم تورنه ده او مشر يې وړاندې د حماس له لوري د غلا او نشهيي توکو د قاچاق په تور زنداني شوی هم و. د اشغال شوي فلسطين په ځمکه د بشري چارو د تنظيم لپاره د ملګرو ملتونو رئيس جوناتان ويټال هم وويل چې دغه مرستې د اسرائيلي پوځ تر څارنې لاندې د ياسر ابوشباب د ډلې له لوري چور کېږي او غلا کېږي.
د ګارډېن ورځپاڼې له يوه راپور سره سم د ياسر کورنۍ له اسرائيلي اشغالګرو سره د هغه د تړاو له امله ترې برأت اعلان کړی او ويلي يې دي چې موږ د دې هيڅ ممانعت نه کوو چې ده ته نږدې خلک په سمدستي توګه هم دی ووژني.
د یادونې وړ ده، چې حماس جهادي غورځنګ په تېره جنورۍ میاشت کې د نوموړي يو مرستيال هم وواژه.