د سهیل شاهین او غانم بن شاهین کتنه؛ دیني چارو برخه کې پر ګډو همکاریو غږېدلي
دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر غانم بن شاهین بن غانم الغانم سره قطر کې کتلي دي.
دوحه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د اوقافو او دیني چارو په برخه کې د ګډو همکاریو او همدارنګه په افغانستان کې د قطر د دولت له لوري د شته فرصتونو په چوکاټ کې د مرستو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.
یاد سفارت پر اېکس ویلي، چې دې کتنه کې د قطر د اوقافو وزیر ژمنه وکړه چې په یادو برخو کې به اړینې همکارۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې قطر کې د اسلامي امارت سفیر وخت نا وخت د یاد هېواد چارواکو سربېره د بهرنیو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره هم لیده کاته لري او ګڼو موضوعاتو ورسره خبرې اترې کوي.