د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړي پړاو غونډه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه په اسلامآباد کې ترسره شوه.
د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې دې غونډه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزه سیاسي مسائلو، سوداګرۍ، ټرانزېټي همکاريو او سیمهییز اتصال خبرې وکړې او همدا ډول په سیمه ییزو او نړېوالو سیاسي مسائلو هم د نظر تبادله وشوه.
نوموړی زیاتوي، چې غونډه کې دواړو لوریو په پاکستان کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د ستونزو په حل او افغان مریضانو او سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په راوستلو ټینګار وکړ او ژمنه وشوه چې د شته ننګونو د حل لپاره به خپل تعامل ته دوام ورکوي.
د ښاغلي تکل په خبره، چې د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رئیس مفتي نور احمد نور او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لوېدیځې آسیا د چارو معین سید علي اسد ګیلاني پرغاړه وه.
د یادونې وړ ده، چې د افغان سوداګرو مالونو ټرانزېټ پر وړاندې پاکستان ورځ تر بلې ستونزې ډېروي، خو بلخوا بیا رسمي غونډو کې د دې ستونزو حل ډاډ څرګندوي، چې تر دې دمه یې د حل خاص څرک نه دی لیدل شوی.