د چارو لا ښه والي او لګښتونو کمولو لپاره دې هلې ځلې وشي

د چارو لا ښه والي او لګښتونو کمولو لپاره دې هلې ځلې وشي افغانستان
ارګ کې اداري جلسه شوې

دغه خبره د ریاست الوزراء مقام د دفتر رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع په مشرۍ اداري غونډه کې شوې.

د ارګ د خبر له مخې دې ناسته کې ډاکټر ملاعبدالواسع ویلي، مسئولین دې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په اساسي توګه حل او خپلمنځي همغږي لا زیاته کړې.

همداراز یاده ناسته کې د چارو لا ښه والي او د لګښتونو د کموالو لپاره په دوامداره هلو ځلو ټینګار شوی.

یاده غونډه کې ګډونوالو خپلې اړتیاوې او غوښتنې هم مطرح کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت چارواکو تل د چارو لا ښه والي او ادارو کې د کاغذ پراني په کمولو او پروسو په اسانتیا ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات