د اسرائیلو ډیموکراټ ګوڼد رئیس: بنیامین نتنیاهو به هیڅګله هم حماس ته ماتې ورنکړي
د اشغالګر رژیم د ډيموکراټ ګوند رئیس يایئر ګولان ویلي، نتنیاهو حماس ته ماتې نه شي ورکولی بلکي اسرائیل به ټوټې ټوټې کړي.
الجزیرې د نوموړي له قوله راپور کې ویلي، نتنیاهو د جګړې پای ته رسولو څخه په انکار سره د نورو په وینو د خپلې بقا ساتلو جرات کوي.
نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تازه د اسرائیلو پوځ لوی درستیز ایال زامیر ویلي، غزه کې د اسرائیلو ګټې ورځ تر بلې کمزورې کیږي.
وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی، چې نوموړي غزه کې خپله ماتې منلې او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یې معاملې ته ترجیح ورکړې.
د اسرائیلو لوی درستیز د حماس پر وړاندې جګړه پېچلې او له کړاوه ډکه بللې.