ټولو دوه او څو اړخیزو مسایلو ته له امنیتي زاویې کتل اقتصادي فرصتونه له منځ وړي

ټولو دوه او څو اړخیزو مسایلو ته له امنیتي زاویې کتل اقتصادي فرصتونه له منځ وړي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د مېشتو سفیرانو سره کتنه کې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د مېشتو سفیرانو، سیمه ییزو او نړېوالو سازمانونو استازو سره ماښامنۍ کې ویلي، ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو ته یوازې له امنیتي زاویې کتل د حل لار نه ده، بلکي دا اقتصادي فرصتونه له منځه وړي.

مولوي امیرخان متقي خپلو خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې ښېرازي یو له بل سره تړلې بولې او له ټولې سیمې هیله لري، چې د مشروع ګټو په نظر کې نیولو سره یو بل سره همکاري وکړي.

ښاغلي متقي ویلي، سیمه کې اقتصاد محوره سیاست ته لومړیتوب ورکولو نښې نښانې ښکارې او هیله ده، چې ټول لوبغاړي اقتصاد محوره تګلاره غوره کړي.

نوموړي له نورو ګډونوالو غوښته وکړه، چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو تعامل پر ځای د ګټې-ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وګوري.

ښاغلي وزیر د سیمې هېوادونو سره اړیکو ته په اشارې ویلي، د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید کوچني مسایل شاته پرېږدي او لوی پرمختګونو ته دې مخه کړي، څو ولسونه ښېرازه شي.

ښاغلي متقي په ورته مهال ویلي، افغان حکومت د متقابل احترام په موجودیت سره د دې وړتیا لري، چې له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته د ننه شي.

امیرخان متقي عربي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې او د پرمختګ په حال کې وبللې او له هغوی سره یې اړیکو ته ترجیح خپل لومړیتوب یاد کړ.

د بهرنیو چارو وزیر د لاجوردو له لارې اروپا سره نښلېدو ته پوره چمتووالی اعلان کړ.

تړلي موضوعات