د سعودي حاکم له یرغل ۴۰۰ ورځې وروسته غزې لپاره عدالت وغوښت

د سعودي حاکم له یرغل ۴۰۰ ورځې وروسته غزې لپاره عدالت وغوښت سیاست
انځور: د اسلاةهمکاریو سازمان غونډه

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د یرغل ۴۰۰ ورځو پوره کېدو وروسته په لومړي ځل د غزې لپاره د عدالت غږ پورته کړ.

 

محمد بن سلمان ریاض کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړې ناسته کې ویلي، اسرائیل باید د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

 

محمد بن سلمان په نړېوالې ټولنې غږ کړی، چې اسرائیل دې د نړېوالو حقونو مراعتولو ته اړ کړي.

نوموړي د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونو دوام او غزه کې د بشري حقونو نقض ته په اشارې د اسرائیلو له لوري د اشغال پای او د خپلواک فلسطین غوښتنه کړې.

 

د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د ۵۰ عربي او نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون جوړه شوه.

 

د دې ناستې ګډونوالو غزه او لبنان کې د اسرائیلو بریدونه غندلي او د اوربند غوښتنه یې کړې.

 

سعودي عربستان حاکم وروسته له هغې په لومړي ځل غزه کې د عدالت غوښتنې غږ پورته کوي، چې اسرائیلي اشغالګرو بریدونو کې شاوخوا ۴۴ زره بې ګناه فلسطینیان شهیدان او تر سل زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات