غرب کې د جمهوریت پر ډیپلوماټانو فشارونه؛ تازه جرمني کې سفیر او قونسل دندې پرېښې
یاهو نیوز برلین کې د تېرې ادارې سفیر او په بُن کې جنرال قونسل د استعفا په تړاو ویلي، د دوشنبې په ورځ دوه افغان ډېپلوماټانو د کوربه هېواد د فشار له امله خپل ماموریت پای ته ورساوه.
نړېوالو رسنیو د جرمني په پلازمېنه برلین کې د تېرې ادارې د سفیر یما یاري د اعلاميې له مخې لیکلي، د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره، د کوربه هېواد سياسي موقف او د هغوی غوښتنو ته په کتو یې له خپلې دندې استعفا کړې.
یاري په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د سفارت چارې یې پاتې همکارانو ته سپارلې دي.
دغه راز د جرمني بُن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید لطف الله سادات د خپلې استعفا په تړاو ویلي، د کوربه هېواد له لوري د شته سیاسي ملاحظاتو او یو شمېر محدودیتونه له امله یې له دندې استعفا ورکړې ده.
د یادولو ده چې وړاندې تر دې د المان دولت د تېرې ادارې ډېپلوماټو ته خبرداری ور کړی و، که اسلامي امارت سره یې خپلې ستونزې حل نه کړې، دوی به یې باور لیک لغوه کړي.