په لرو پرتو سیمو کې د ۴۵۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه جوړېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا قومي مشرانو سره ناسته کې ویلي، د دغو څه باندې ۴۵۰ مخابراتي سایټونو له ډلې ۲۵ یې پکتیکا ته په پام کې نیول شوي دي.
د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د ښاغلي وزیر له قوله لیکلي، دا مخابراتي سایټونه به د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې جوړ، څو د ټولو ولسوالیو اړوند سیمې د مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي او د تېرو شلو کلونو پر مهال د دې سیمو اوسېدونکو ته هېڅ کار او پاملرنه نه ده شوې.