د سالنګ سړک بنسټیزې چارې یا د سي ټي بي طبقې کارونه بشپړ شول

د سالنګ سړک بنسټیزې چارې یا د سي ټي بي طبقې کارونه بشپړ شول بیارغونه او پراختیا
د سالنګونو د بیارغونې چارې دوام لري

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، دا مهال د دغې لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تر تونل پورې د سي ټي بي طبقي کارونه بشپړ شوي او د سیخ ګول تړلو کارونه یې دوام لري، چې په نږدې راتلونکې کې به کانکریټ اچولو ته چمتو شي.

ښاغلي حق شناس ویلي، د جنوبي سالنګ اړوند د ۱۳، ۱۴ او ۱۵مې ګالرۍ او د سړک غاړي ویالو د کېندنې کارونه بشپړ او د سي ټي بي طبقې لپاره بشپړ چمتو شوی دی.

د یادونې ده، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې او ترمیم کارونه په درېیو برخو کې له درېیو خصوصي شرکتونو سره د تړون له مخې دوام لري.

تړلي موضوعات