څو ولایتونو کې د تېز باران اټکل

څو ولایتونو کې د تېز باران اټکل افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې نن او سبا د هېواد په څو ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل دی.

د حکومت د هوا پېژندنې دې ادارې ویلي، چې دا اټکل په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې دی، چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

یاده اداره زیاتوي، چې همدارنګه په ختيځو، سوېلي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو ، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شته چې د سرعت کچه يې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.

تړلي موضوعات