روسي ټیکنالوژۍ د امریکايي بمونو اغیزمنتیا وننګوله

روسي ټیکنالوژۍ د امریکايي بمونو  اغیزمنتیا وننګوله ټیکنالوژي
اس ۵۰۰ روسي دفاعي سیسټم

د روسانو په اړه مشهوره ده چې په ځمکنۍ جګړه کې تر خپل سیال امریکا زړور او څرک دي، خو اوس یې یو نوی پرمختګ هم ثابت کړ.

دا د نوې ټیکنالوژۍ په ډګر کې پر امریکایانو د روسانو هغه برلاسي ده چې وړاندې ګمان کېده، امریکایان ترې مخکې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه لرې واټن وېشونکي توغندي چې امریکا د روسانو پر ضد اوکراین ته ورکړي، د روسانو دفاعي سیسټم خنثی او یا یې هم هدف ته د رسېدو پر وړاندې خنډ شوي دي.

څه موده وړاندې امریکا اوکراین ته د روسیې پر ضد لرې واټن وېشتونکي توغندي ورکړل، څو جګړه کې د کیف برلاسی ثابت کړي.

د نوې ټیکنالوژۍ پر مټ چمتو شويو امریکايي توغندیو دې ناکامۍ د  امریکايي متخصصینو خوب الوځولی او اوس یې د بریا لپاره هڅه کوي.

تړلي موضوعات