تېر کال ۷میلیارده له کاره لوېدلي بانکنوټونه له منځه وړل شوي دي

تېر کال ۷میلیارده له کاره لوېدلي بانکنوټونه له منځه وړل شوي دي افغانستان
د افغانیو له کاره لوېدلي بانکنوټونه

د افغانستان مرکزي بانک مسئولینو خبر ورکړی، چې تېر کال یې په مرکز او ولایتونو کې ۷ میلیارده ۱۸۶میلیونه او ۵۴۴زره افغانۍ بانکنوټونه راټول او له منځه وړي.

د یاد بانک مسئولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، دغه اقدام یې راکړه ورکړه کې د ستونزو حل او د پولي سیسټم پیاوړتیا په موخه کړی دی.

د هېواد مرکزي بانک ویلي، د کاره لوېدلو بانکنوټو پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، پېرودونکي یې کولای شي له خپلو افغانیو بانکي حسابونو څځه یوه اونۍ کې ۱۵۰ زره او یوه میاشت کې ۵۰۰زره افغانۍ او له ډالري حسابونو څخه اونۍ کې ۲زره او میاشت کې ۶زره ډالره ترلاسه کړي.

تړلي موضوعات