افغان لوبغاړي نړېوالو ډګرونو کې ښه ځلیدلي، تیر کال یې ۹۲ مډالونه راوړي

افغان لوبغاړي نړېوالو ډګرونو کې ښه ځلیدلي، تیر کال یې ۹۲ مډالونه راوړي افغانستان
د هېواد د المپیک کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس

د المپیک کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، تېر کال د دغې ادارې لپاره په کور دننه او بهرنیو سیالیو کې له لاسته راوړنو ډک و.

د دغې ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل، تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ۹۸بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې له دغو سیالیو یې ۹۲ مډالونه ګټلي، چې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ سپینو زرو او ۴۰ یې د برونزو دي.

ښاغلي احمدالله وثیق همداراز وویل، تیر کال یې ملي لوبډلو ته د انتخاب په موخه د ۱۴فدراسیونو ترڅنګ ټول هېواد کې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۴زره مناسبتي، تشویقي او رسمي سیالۍ برابرې کړي دي.

وثیق په اسیاسي سیالیو کې د پنځو مډالو ګټل، نړېوال جام ته د فوتسال ملي لوبډلې لار موندل، د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې له لوري د کافا سیالیو اتلولي ګټل او د تکواندو ملي لوبډلې له لوري د جي ټو سیالیو اتلولي ترلاسه کول نورې هغه لویې لاسته راوړنې یادې کړلې، چې د هېواد د ورزش په تاریخ یې ساری نه لیدل کیږي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د هېواد د ملي دودیزو سیالیو بیا را ژوندي کولو سربېره به د ورزش ودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.

تړلي موضوعات