ګازي مشروبات د انسان بدن ته لسګونه تاوانونه لري

ګازي مشروبات د انسان بدن ته لسګونه تاوانونه لري روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

ګازي مشروبات له څه شي جوړ دي؟ څه ضررونه لري؟ ايا په نعوظ اغېز لري؟ له شکرې پاک ګازي مشروبات «ډايټ» د وزن په کمولو کې فعال دي؟ او په هډوکو، دماغو او... څه اغېز لري؟

د ګازي مشروباتو پېژندنه

ګازي مشروبات له اوبو، خوږې، تيزابي موادو، ذايقې، رنګ او نورو شيانو جوړ هغه مشروبات دی چې تر فشار لاندې ويلي شوی کاربن دای اکسايدلري.

ايا ګازي مشروبات تاواني دي؟

هو، ګڼ شمېر ضررونه شته چې د ګازي مشروبات له څښلو سره تړاو لري.

ګازي مشروبات پر نعوظ اغېز لري؟

په عمومي توګه ځواب هو دی، په «The Central European Journal of Urology» ژورنال کې له خپرې شوې يوې څېړنې سره سم د نعوظ دنده د  هغو فزيولوژيکي عصبي عروقي عمليو پايله ده، چې د عصبي، د وينې د رګونو، هرموني او رواني عواملو ترمنځ تعامل باندې تکيه ده، په دې سربېره د نارينه د تناسلي آلې رګونه هم رمټ ساتي.

له ګازي مشروباتو سره تړلې روغتيايي ستونزې ښايي د سالم نعوظ لپاره په دې فزيولوژيکي اساساتو منفي اغېز وکړي او له امله يې جنسي کمزوري (erectile dysfunction) رامنځته شي.

داسې برېښي چې تر ټولو ډېر اغېز د بدن د داخلي غړو د غوړو (Visceral fat) د کچې ټيټېدو دی، چې ګازي مشروبات مهم رول په کې لري؛ همدا د ډېرو ګازي مشروباتو د څښلو او د عدم نعوظ ترمنځ اساسي تړون دی.

ګازي مشروبات د لوږې احساس زياتوي

د امريکايي (Eat This, Not That) مجلې يوه راپور څرګنده کړې ده، چې سوډا ښايي خوږې خوړلو ته د انسان شديد رغبت موړ کړي، خو د لوږې احساس هيڅکله له منځه نه شي وړی، بلکې بېخي برعکس سهي ده.

څېړنې ښيي چې د ګازي مشروباتو له څښلو وروسته د لوږې احساس نور هم ډېرېږي، د امريکا د عامې روغتيا مجلې له راپور سره سم دغه احساس ګڼ لاملونه لري؛ يو دا چې ګازي مشروبات غذايي توکي او ګټور وټامنونه نه لري، په څانګړي ډول پروتين، ځکه خو يې ډېری وخت له څښاک وروسته د لوږې احساس کوو.

په دې سربېره سوډا په لوړه کچه فرکتوز لري، چې د ګلوکوز اغېز لري او چې ډېره اندازه وکارول شي؛ د لوږې احساس ورسره زياتېږي.

ګازي مشروبات د بدن د غوړو زور زياتوي

سوډا د وزن د زياتوالي او په بدن کې د غوړو د کچې ډېرېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول د خاصرې شاوخوا غوړ چې دوه ډوله دي: د بدن د داخلي غړو غوړ او تر پوستکي لاندې غوړ.

تر پوستکي لاندې غوړ د حرارت درجه تنظيموي، انسان ته انرژي ورکوي او هډوکي او عضلې خوندي ساتي، خو د ګېډې شاوخوا احشايي غوړ د روغتيا لپاره ډېر خطرناک دي او که د پرله پسې ډېرېدو له امله يې اغېز زيات شي؛ له امله يې د وينې فشار لوړېږي او د انسولين مقاومت زياتېږي، چې دا په خپله ګڼې نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

د (The Journal of Nutrition) مهالنۍ له يوه مطلب سره سم سوډا څښل د بدن غوړ زياتوي، په ځانګړي ډول خطرناک احشايي غوړ.

ګازي مشروبات د هډوکو روغتيا ګواښي

په عمومي توګه هغه کسان چې ګازي مشروبات څښي؛ په کافي توګه په کلشيمو بډای شيدې او لبنيات نه ترلاسه کوي او په پايله کې يې هډوکي کمزوري کېږي، په ځانګړي ډول په ښځينه‌و کې.

ګازي مشروبات د وزن ډېرېدو ګواښ لوړوي

د انسان بدن وروسته له دې چې په ګازي مشروباتو کې شته خوږه راکاږي، خپلو حجرو ته يې ننباسي او دا د انرژۍ يوه اضافي سرچينه شي، خو دا چې ګازي مشروبات له غذايي توکو خالي دي؛ په دې معنا ده چې يو څوک ښايي لس ګيلاسه وڅښي خو بيا هم د لوږې احساس ولري، پايله دا کېږي چې هغه خوراک هم کوي او بدن ته نورې اضافي کالوريانې ورزياتوي، چې بدن يې ناچاره زېرمه کوي او په وازدو بدلوي او دا د وزن د ډېرېدو لامل کېږي.

ګازي مشروبات له وخته د مخکې مرګ ګواښ ډېروي

د الجزيرې له راپور سره سم په ۲۰۱۹ز کې خپرې شوې يوې څېړنې ښودلې وه چې د ګازي مشروباتو کارونه –که خوږه په کې وار له مخه وه او که په دستي توګه په کې اچول کېده-؛ له وخته د مخکې مرګ ګواښ زياتوي.

د باطني طب د مهالنۍ «جاما» په يوه راپور کې د هغې څېړنې يادونه وشوه چې د ۱۶ کلونو په اوږدو کې له ۴۰۰ زرو په ډېرو اروپايانو ترسره شوې وه او څرګنده يې کړه چې له وخته د مخکې مرګ ګواښ په هغو خلکو کې ډېر شوی و، چې په ورځينۍ توګه يې دوه يا ډېر ګيلاسونه ګازي مشروبات څښلي وو.

د سرطاني څېړنو د نړيوالې ادارې يوه څېړونکي نيل مرفي چې د دې څېړنې په چمتو کولو کې يې ونډه درلوده وويل: «په شکره خواږه شويو ګازي مشروباتو اړوند زموږ ځانګړو پايلو دا بلنه لا پياوړې کړه چې د ګازي مشروباتو کارول کم شي او په ځای يې نور صحي مشروبات وڅښل شي، اوبه تر ټولو غوره دي».

څېړونکو چې کله معلومات وشننل ويې مونده چې کومو ګډونوالو چې د ورځې دوه يا ډېر ګيلاسونه ګازي مشروب څښلی وو، د نورو هغو په نسبت يې د ژر مړينې ګواښ ۱۷ سلنه زيات و چې په مياشت کې يې له يوې برخې کم څښلی و.

له خوږې خالي ګازي مشروبات د وزن په کمولو کې فعال نه دي

سره له دې چې دا ګازي مشروبات خوږه نه لري، خو د وزن په کمولو کې هيڅ مرسته نه کوي.

د(Eat This, Not That) مجلې په خپاره کړي راپور کې متخصصې جولين کوويلډ ويلي چې دا مارکېټېنګ چې دا د رژيم لپاره ښه ده، په دې معنا نه دی چې دا صحي ده، دا هيڅکله د وزن په کمولو کې مرسته نه کوي، بلکې بېخي د دې برعکس پايلې لري».

هغه زياتوي: «په عمومي توګه ګازي مشروبات نه بايد په هيڅ غذايي نظام کې شامل شي، ځکه دا ډېر کيمياوي مواد او شکره لري. له بل پلوه له شکرې خالي ګازي مشروبات له نورو توپير نه لري، يوازې دومره ده چې د خوږوالي لپاره جدا خوږه وراچول شوې ده، دغه بديلونه د بدن لپاره هيڅ غذايي ارزښت نه لري، يوازې دا کوي چې انسان نور خوراک هم وکړي».

ګازي مشروبات د کوچني روغتيا زيانمنوي

په ۲۰۱۹ کال کې دوو امريکايي پلاويو د متحده ايالاتو له حکومته مرسته وغوښته چې کوچنيان په شکره له خوږو مشروباتو وژغوري. هغوی په دې اړوند دلايل وړاندې کړل چې سوډا منفي اغېزې لري.

د کوچنيانو د طب امريکايي اکاډمۍ او د زړه امريکايي ټولنې په يوه ګډه خبرپاڼه کې خواږه مشروبات د کوچني د روغتيا لپاره يو خطرناک ګواښ وباله او ورسره د مبارزې لپاره يې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼې روښانه کړه چې زلموټي په لويه کچه د خوږو مشروباتو د بازار موندنې ښکار دي. خبرپاڼې په ۲۰۱۲ کال کې د فدرالي سوداګرۍ د کمېټې راپور ته اشاره کړې وه، چې په کې راغلي وو چې د ګازي مشروباتو شرکتونو په ۲۰۰۹ کال کې يوازې په هغو اعلاناتو ۳۹۵ مليون ډالر لګولي دي، چې موخه يې ځوانان دي، په دې کې ۹۷ سلنه د تنکيو ځوانانو لپاره وو.

خبرپاڼې ويلي وو، چې د تمباکو د شرکتونو په څېر له خوږې د ډکو مشروباتو د جوړوونکو موخه هم کوچنيان او تنکي ځوانان دي، چې خپل توليدات د شهرت، جاوديي اغېز او ارام له نامه سره نښلوي.

ګازي مشروبات غاښونو ته مضر دي

ګازي مشروبات دغه راز غاښونه له رژيدو سره مخ کوي او دا هغه وخت نور هم تاواني شي، چې په خوله کې تر ډېره ايسار کړی شي، لکه ځينې خلک يې چې د ډېر ګاز جوړولو لپاره له تېرولو مخکې په خوله کې ايساروي، دا غاښونو ته ورپېښ زيان نور هم زياتوي.

ګازي مشروبات او مغزي سکته او خرابوالی

ځينې علمي څېړنې د سوډا او د مغزي سکتې او خرابوالي ترمنځ اړيکه ثابتوي. په ۲۰۱۷ز کې په سټروک (stroke) مجله کې خپرې شوې يوې څېړنې ثابته کړه چې د هغو ګازي مشروباتو کارول چې په دستي توګه خوږه وراچول کېږي، يا وار له مخه په کې وي، د دماغي سکتې په بېلا بېلو ډولونو د اخته کېدو ګواښ ډېروي، دغه راز د مغزو د خرابوالي لامل ګرځي.

ګازي مشروبات په نقرس يا د بندونو په درد د اخته کېدو ګواښ زياتوي

نقرس د بندونو يو ډول التهاب دی چې په جسم کې د يوريک اسيد د کچې د لوړوالي له امله پيدا کېږي. جاما (JAMA) مجله کې خپره شوې يوه څېړنه کې څرګنده شوه چې کومې مېرمنې چې په منظم ډول سوډا څښي، له هغو ډېرې په دې ناروغۍ اخته کېږي چې نه يې څښي.

ايا د ګازي مشروباتو نه څښل وزن کموي؟

په عمومي توګه هو، ځکه ګازي مشروبات ډېره خوږه لري او د لوږې احساس کې ډېروالی راولي.

ګازي مشروبات پرېښودل هغه کالوريانې کموي چې بدن يې اخلي، ځکه نو بدن د دې په بدل کې خپل غوړ سوزوي، په دې شرط چې څوک دغه اضافي کالوريانې له نورو هغو مشروباتو ترلاسه نه کړي، چې خوږه په کې شته، لکه د مېوو خواږه جوسونه، خوږې شوې چای يا ډېر خوراک.

ګازي مشروبات زېږون ته زيان پېښوي؟

هو، لکه مخکې مو چې وويل ګازي مشروبات د جنسي کمزورۍ لامل کېږي، په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا په بوسټن پوهنتون کې ترسره شوې يوې طبي څېړنې وښوده چې د ګازي مشروباتو ډېر څښاک په بارورۍ (خصوبت) ډېر لوی اغېز لري او دا ځکه چې د خوږې اندازه په کې ډېره ده.

په  (Epidemiology) مهالنۍ کې د يوې څېړنې په خپرو شويو پايلو کې هم څرګنده شوه، چې ګازي مشروبات د حمل او زېږون فرصتونه کموي.

څېړونکو وويل چې د ورځې يو يا ډېر خوږه لرونکی مشروب څښل په سړو او ښځو کې د توليد کچه راټيټوي. څېړنې د ۲۱ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمر کې په ۳۸۲۸ کسانو ازموينه وکړه او پايلو وښوده چې د ګازي مشروباتو څښلو په سړو او ښځو کې د زېږون فرصتونه ۲۰ سلنه کم کړي دي. 

ګازي مشروباتو کې کوم ګاز موجود دی؟

ګازي مشروباتو کې کاربن دای اکسايد ګاز موجود دی.

د يوې نوشابې له څښلو وروسته په لومړي ساعت کې بدن ته څه پېښېږي؟

په لومړيو لسو دقيقو کې مشروب خوږه ستا بدن ته درننباسي.

ترکۍ وېبپاڼې "ويبتكنو"webtekno د ليکوال غورهان کولاکلي په حواله ليکلي چې د ګازي مشروب د يوه بوتل له څښلو وروسته په لومړيو لسو دقيقو کې تا خپل بدن ته نږدې ۱۰ کوچنۍ کاشوغې خوږه ورننويستې ده. دا هغه اندازه ده چې بدن د ټولې ورځې په اوږدو کې ورته اړ دی. په نورمال حالاتو کې يوواري ډېره خوږه خوړل د کانګو لامل ګرځي، خو ګازي مشروب د خوږې خوند پټوي او تا له قۍ کولو ايساروي، داسې يې ته په پرله‌پسې ډول څښې.

شل دقيقې وروسته

شل دقيقې وروسته د وينې شکره په لوړېدو وي. بدن د ګازي مشروب د اغېز حس کول پيل کړي؛ د وينې د شکرې اندازه په لوړېدو شي، د انسولين ټېل ماټېل شروع شي او ينه په دې عمليه د کنټرول راوستو هڅې کوي، چې خوږه په غوړو بدلوي.

څلوېښت دقيقې وروسته

څلوېښت دقيقې وروسته د کافيينو اغېز په راښکارېدو شي.

بدن په ګازي مشروب کې شته کافيين راکاږي، د کسو شاوخوا په پراخېدو شي او د وخت په تېرېدو د وينې فشار لوړېږي. ينه دا مهال وينې ته نوره خوږه هم ورخوشې کوي.

شپېته دقيقې وروسته

که ګازي مشروب کافيين ولري او دا کافيين بولې بهوونکې ځانګړتياوې ولري، نو يو ساعت وروسته دا ځانګړتياوې خپل کار پيلوي. د ساعت په پای کې په بدن کې د خوږې اندازه کمېږي او بيا ځلي خوږې ته د اړتيا احساس پيدا کېږي، چې له امله يې انسان سستېږي او اغېزمنېږي. دغه راز د بولو له لارې ټولې هغه اوبه تويېږي چې په ګازي مشروب کې موجودې وې.

تړلي موضوعات