فراه کې یوه ملي پانګوال نوی روغتیايي مرکز جوړ کړی

فراه کې یوه ملي پانګوال نوی روغتیايي مرکز جوړ کړی روغتیا

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په فراه ولایت کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو نوی (OPD) روغتیايي مرکز جوړ او پکې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدل پیل شول.

وزارت زیاتوي، چې دغه روغتیايي مرکز، چې په ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال دی د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ په ذهن کن کلي کې جوړ شوی دی.

وزارت ویلي، چې دغه مرکز د یو ملي پانګوال له لوري جوړ شوی او په معیاري بڼه به د سیمې خلکو ته پکې روغتیايي خدمات وړاندې کیږي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت د جوزجان ۲۰۰ بستریز روغتون ته د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د ۵ ډوله مهمو بېلابېلو تجهیزاتو د سپارل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته لرو پرتو او هغه سیمې چې له روغتیايي خدماتو بې برخې وې هلته روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او خدمات په کې پراخ شوي دي.

تړلي موضوعات