د ایران ولسمشر: واشنګټن او تل ابیب به په کړي یرغل پښېمانه کړو

د ایران ولسمشر: واشنګټن او تل ابیب به په کړي یرغل پښېمانه کړو سیمه
امریکا اواسرائیلو ته د ایران ولسمشر ګواښ

د ایران ولسمشر محمود پزشکیان تازه څرګندونو کې ویلي، ایران سوله غوښتونکی دی خو واشنګټن او تل ابیب ته یې تونده لهجه کارولې.

پزشکیان ویلي، اسرائیلو او ملاتړې امریکا به پر دوی«ایران» کړي یرغل پښېمانه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران اټومي پروګرام پرمختګ مخنیوي سربېره د ایران حکومت له منځه وړل د امریکا او اسرائیلو له موخو دي او دې برخه کې دواړه په همغږي مخته ځي.

پزشکیان همداراز ویلي، وخت ورته دا روښانه کړه، چې واشنګټن او تل ابیب په لومه کې د ایران ښکېلولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ سوشیل کې د ایران حکومت په اړه لیکلي، «د ایران رژیم به ډېر ژر بدلون ومومي»

ټرمپ ویلي، په وروستي برید کې یې د ایران اټومي تاسیساتو ته قوي زیان اړولی په خبره، «دا بریدونه دقیق او زورور و، زموږ له پوځ مننه»

تړلي موضوعات