سیمه کې د کړکېچ اوج؛ عراقچي نن پوتین سره ګوري

سیمه کې د کړکېچ اوج؛ عراقچي نن پوتین سره ګوري سیمه
د ایران بهرنیو چارو وزیر نن د روسیې ولسمشر سره ګوري

منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، نن د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین سره خبرې کوي.

عباس عراقچي دغه خبرې جدي او مهمې بللې په خبره یې، پوتین سره به د ګډو ګواښونو او ستونزو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړي.

دغه کتنه داسې مهال کیږي چې روسیې پر ایران د امریکا برید غندلی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا  بېړنۍ ناسته کې د یاد هېواد استازي د امریکا او اسرائیلو اقدامات نړېوالې ټولنې ته ښکاره سپکاوی او له نړېوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې.

ایران چې د روسیې له متحدینو شمېرل کیږي پر ایران د اسرائیلو تر برید وروسته ولادیمیر پوتین اعلان وکړ، چې تر اوسه تهران له مسکو نظامي مرستو غوښتنه نه ده کړې.

تړلي موضوعات