اسرائیلو کې تر ۲۶ زرو زیاتې ودانۍ او اپارتمانونه ویجاړ شوي

اسرائیلو کې تر ۲۶ زرو زیاتې ودانۍ او اپارتمانونه ویجاړ شوي نړۍ
د ایران بریدونو کې اسرائیلو ته اوښتي زیانونه

الجزیزې خبري شبکې د اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی، د ایران توغندیزو بریدونو په پایله کې تر ۳۲زره زیاتو کسانو د اسرائیلو له دولت ته د تاوان غوښتنه کړې.

د خپرو شویو شمېرو له مخې تر ۲۶زره او ۵۰۰ غوښتنې په هغو ودانیو پورې اړوند دي، چې ایران په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده، شاوخوا ۳زره موټرو او د تجهیزاتو تر ۳زره ډېر دستګاوو ته هم دغو بریدونو کې زیان اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسرئیلو د بریدونو ۱۱ ورځې کیږي تر اوسه اسرئیلي چارواکو د وژل شویو شمېر ۲۴تنه او د ټپیانو شمېر یې بیا ۱۲۷۲ تنه اعلان کړی، خو خپلواک خبریالان وایي، واقعې شمېرې تر هغو څو برابره زیاتې دي چې وړاندې شوې.

تړلي موضوعات