د دمشق کلیسا کې برید؛ چارواکو د ۸۵ کسانو مرګ ژوبله تایید کړې
د سوریې پلازمېنې دمشق کې د کلیسا دننه پر راټولو شویو کسانو برید شوی، چې له امله یې ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.
رسنۍ وايي، پېښه پرون یکشنبه د دمشق اړوند دیولیه سیمه کې شوې ده.
د پېښې عیني شاهدانو فاکس نیوز ته ویلي، بریدګر چې مخ یې پټ و، لومړی یې پر کلیسا کې پر خلکو ډزې وکړې، کله چې خلکو یې د مخنیوي هڅه پیل کړې په ځان پورې تړلو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
سرچینه وايي، د چاودنې په مهال ۳۵۰ تنه په کلیسا کې حاضر وو.
د سوریې اوسني دولت د اطلاعاتو مشر حمزه مصطفی پېښه غندلې او دا کړنه یې د مدني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.
د پېښې مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.