شمالي کوریا: امریکا د یوه خپلواک هېواد له امنیتي ګټو ناوړه استفاده وکړه

شمالي کوریا: امریکا د یوه خپلواک هېواد له امنیتي ګټو ناوړه استفاده وکړه نړۍ
شمالي کوریا پر ایران د امریکا بریدونه غندلي

شمالي کوریا پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او واشنګټن یې د هېوادونو له حاکمیت څخه په سرغړونې تورن کړی.

د شمالي کوریا دولتي اژانس د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر کې ویلي، امریکا پر ایران برید سره د یوه خپلواک هېواد له امنیتي ګټو ناوړه استفاده وکړه.

په ورته مهال سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ به نن د خپل ملي امنیت ټیم سره وګوري.

ها خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تروث سوشال ټولنیزې شبکې ایران کې د رژیم بدلون موضوع مطرح کړې.

ټرمپ ویلي، د «رژیم بدلون» اصطلاح کارول له سیاسي اړخه ناسمه ده، خو که د ایران اوسنی رژیم نه شي کولی ایران ته لویي ورکړي، نو ولې باید بدلون ونه کړي؟

تړلي موضوعات