ایران د نړېوالو قوانینو مطابق له ځانه د دفاع بشپړ حق لري
د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني پر ایران د امریکا بریدونو ته په اشارې ویلي، تهران د نړېوالو قوانینو مطابق له ځانه دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
ایرواني د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د تېري ورځې بریدونه د امریکا په تاریخ کې د شرم وړ فصل یاد کړی په خبره یې، «ټرمپ خپله د دې شومې سناریو شرمناکه برخه ترسره کړه.»
بلخوا د روسیې استازي هم د امریکا او اسرائیلو اقدامات نړېوالې ټولنې ته ښکاره سپکاوی او له نړېوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او د یادې شورا په سکوت یې نیوکه کړې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروسته له هغې بېړنۍ غونډه را وبلله، چې تېره ورځ امریکا د ایران پر درېیمو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې دې چارې د نړېوالو پراخ غبرګونونه را وپارول.