امیرخان متقي ترکي سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو کچې په لوړېدو خبرې کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیر ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو خبرې کړې.
دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ترکیه د اسلامي امارت بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
امیرخان متقي ویلي، د کابل او انقرې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو کچې له لوړېدو سره باید دوې اړخیزې همکارۍ لا زیاتې شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان سره اړیکې مهمې بللې او ګڼو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري پر پراختیا ټینګار کړی.